خبرونهاقتصادټولنه

په کونړ کې د ۴۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا چارې بشپړې شوې

کابل، د کب ۱۹ مه، باختر

د مالیې وزارت مسوولین وايي، چې د کونړ د مستوفیت لپاره د ۲،۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۰ کیلو واټه لمریزه برېښنا سیستم جوړاو ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د کونړ مرستیال والي مولوي عبدالله حقاني د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې اسلامي امارت د ولس خدمت ته ژمن دی او مسوولین تل هڅه کوي، چې خلکو ته ښه چوپړتیا وړاندې او اسانتیاوې رامنځته کړي.

په ورته وخت کې د مالیې وزارت پلاوي محمد عیسی حماد وویل:«د مستوفیتونو د چارو د ښه پرمختک او ستونزو د لرې کولو لپاره د یاد وزارت له لوري په اتو ولایتونو کې د لمریزې برېښنا د سیستمونو د جوړېدو چارې پیل شوي او اړتیا ته په کتو سره به نورو ولایتونو کې هم ورته پروژې پلې شي».

دغه راز د کونړ د مستوفیت د خزاینو آمر زمری حماد وايي چې د مستوفیت د غوښتنې پراساس د یاد وزارت له لوري د ۲،۳ میلیونه افغانیو په لګښت ۴۰ کیلو واټه برېښنا د عتیق الله شرکت له خوا د یوې میاشتې په موده کې جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارلې چې پرمټ یې د مستوفیت ستونزې لرې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته