خبرونهاقتصادټولنه

په کونړ کې د څه باندې ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کانال د بیارغونې چارې پیل شوې

کابل، د کب ۲۸مه، باختر

د کونړ د اقتصاد ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۳ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه کانال د بیارغولو چارې پیل شوې دي.

د یاد ولایت د اقتصاد رئیس مولوي عبدالله همت د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت د وټه پور ولسوالۍ په کټار قلا سیمه کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري د ۲۳.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۵ کیلو متره کانال د بیارغونې چارې پیل شوې دي.

همت وویل، چې د یاد کانال په پروژه کې ۲۸۵ متره دېوال،۲۳۰ متره بولډروال او ۱۳۲ متره سرپټې ویاله شامله ده چې په کې ۴۱۰ تنو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت دې ته ورته ګڼ شمېر پروژې پلې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته