خبرونهاقتصادټولنه

په کونړ کې د څارویو نخاس د جوړېدو چارې پيل شوې

کابل، د لېندۍ ۲۰ مه، باختر

د کونړ د اسعد آباد ښاروالۍ مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په کرهالي سیمه کې د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د څارویو نخاس د رغولو چارې پیل شوې دي.

د اسعد آباد ښاروال مولوي نظرمحمد عتیق د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې یاد د څارویو نخاس د ۴ میلیونو افغانیو په لګښت جوړېږي چې ورسره به د څارویو روغتیا ساتنې ته جدي پاملرنه وشي.

عتیق زیاته کړه چې اړتیا ده په دې برخه کې لا ډېر پوهاوی ورکړل شي ترڅو خلک پوه شي چې څنګه د خپلو څارویو ساتنه وکړي.

ورته مهال د سیمې یو شمېر اوسېدونکي د دغه پروژې د چارو د پیل هرکلی کوي او له اسلامي امارت څخه غواړي، چې په دغه ولایت کې ورته نورې پروژې هم پلې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته