خبرونهاقتصاد

په کندهار کې د یوه چیک ډېم د جوړېدو چارې پيل شوې

کابل، د کب۲۲مه، باختر

د کرنې اوبولګولو او مالداۍ ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې  د یوه چیک ډېم د جوړېدو چارې پيل شوې دي.

د یاد ولایت د کرنې اوبولګولو او مالداۍ ریاست وياند ننګيالي سمون د باختر اژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې په يادې ولسوالۍ کې د (تړلې درې په نوم) د اوبو یو بند چې ۲۵ متره اوږدوالی، ۱۵ متره لوړوالی او څلور متره عرض لري د جوړېدو چارې یې د درې ميليونه افغانيو په لګښت پيل شوې دي.

ننګیالي زیاته کړې چې یاد چک ډېم د ۴۰۰۰ متره مکعب اوبو ذخیره کولو وړتيا لرې.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې ورته چک ډېمونه جوړ شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته