خبرونهاقتصادټولنه

په کندز کې روان کال د څه باندې ۲۴۷ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه پروژې پلې شوي

کابل، د سلواغې ۲۳مه، باختر

د کندز د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یې د روان کال پرمهال د څه باندې ۲۴۷ میلیونه افغانیو په لګښت له ۷۰ ډېرې پروژې پلې کړي دي.

د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست د انجنیري څانګې مسوول انجنیر عتیق‌الله جلیل له باختر آژانس سره د خبرو پرمهال وویل چې روان کال یې له ۷۰ ډېرې پروژې سروې کړي چې له منځه یې ۶۰ بشړې شوې او د پاتې نورو کار روان دی.

انجنیر جلیل زیاته کړه په دغو پروژو کې پر فرعي او اصلي سړکونو کرېړ اچول، د پلونو او پلچکونو جوړول او د استنادي دېوالونو رغول شامل دي.

هغه وویل چې  پر دغو پروژو ۲۴۷ میلیونه، ۲۲۵ زره او ۶۲۶ افغانۍ لګښت راغلی چې ۲۷ میلیونه افغانۍ یې د دغه ریاست له خوا او پاتې نور یې د مرستندویه موسسو له لوري پرې شوی دی.

د نوموړي په خبره، راتلوونکي کال کې هم ۱۵۰ ټولګټې پروژې سروې کړي چې د بودجې له تخصیص وروسته به یې د پلې کېدو چارې پیل شي.

په ورته وخت کې د کندز ښاریان د کندز په کچه د ټولګټو پروژو د پلې کولو په برخه کې د چارواکو هڅې ستايي او د حکومت له ټولو برنامو څخه خپل ملاتړ کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته