کابل، د مرغومې ۲۵ مه، باختر
د کندز ښاروالۍ ریاست مسوولینو په یاد ولایت کې د ۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې د پیلېدو خبرورکړی دی.
د کندز ښاروال قاري ګل نبي انس د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې په یاد ولایت کې د دورې سرښارګوټي لویې لارې د ګلدانونو او کټارو چې ۵،۳۵ متره مکعبه اوږدوالی لري او قرارداد یې د کاکړ خان زي امیني سړک جوړونې شرکت سره شوی د جوړېدو چارې یې د یوشمېر دولتي مقاماتو په شتون د ۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
هغه همدارنګه زیاته کړه، چې د کندز سمسورتیا او ښېرازۍ په برخه کې دغه لومړنۍ پروژه ده چې د کندز ښاروالۍ ریاست لخوا په تېرو ۲۰ شلو کلونو کې پلي کېږي.
په ورته وخت کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو هم د ښاروالۍ ریاست له دغه نوښت څخه د مننې ترڅنګ د هرراز همکاریو ډاډ ورکړ.
د یادونې وړده، چې د یادې پروژې چارې په ۶ میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.