خبرونهاقتصادټولنه

په کندز کې د څه باندې یو میلیون ډالرو په لګښت د شمال ختیځ زون په کچه لابراتوار جوړېږي

کابل، د لېندۍ ۲۹مه، باختر

په کندز کې د شمال ختیځ زون په کچه د ۱.۳ میلیون ډالرو په لګښت د یوه لابراتوار د جوړولو چارې پیل شوې.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتيا رییس ډاکټر محمدالله وویل چې نن په حوزوي روغتون کې د شمال ختیځ زون په کچه د یو.ان.ډي.پي. دفتر په مالي لګښت د یو مجهز لابراتوار د جوړولو چارې د شاوخوا ۱.۳ ملیونه امریکایي ډالره لګښت پيل شوې چې په دریو میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د عامې روغتيا رییس دغه لابراتوار د کندز حوزوي روغتون لپاره ډېر اړین یاد کړ او له اړونده موسسو څخه یې غوښتنه وکړه چې د روغتیا په برخه کې دې له دوی سره همکاري وکړي.

ورته مهال د ولايت مقام د دفتر رييس مولوي عبدالغفور شهیدزوی د یاد دفتر له دغه اقدام څخه د مننې ترڅنګ له نورو روغتیايي همکارو موسسو څخه غوښتنه وکړه چې اوسمهال په هېواد کې تر بل هر وخت څخه د خدمت لپاره ښه زمینه برابره شوې نو اړتیا ده چې په دې ولايت کې باید لازم خدمتونه ترسره شي.

‏3:53 مښام

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته