خبرونهامنیت

په کندز کې دوه ماینونه کشف شول

کابل / د ليندۍ ۵ مه / باختر

امنیتي او دفاعي منسوبینو د کندز په اقتاش ولسوالۍ کې د دوو ماینونو په کشف سره په دغه ولایت کې د دوو چاودنو مخه ونیوله.

د ۲۱۷ پامیر قول اردو قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول هادي جمال باختر آژانس ته وویل چې د دغې قول اردو منسوبینو د کندز د اقتاش ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه ماینونه کشف او شنډ کړل.

جمال زیاته کړه چې دغه ماینونه وسله والو طالبانو د ملکیانو او پوځیانو د وژلو لپاره ځای پرځای کړي وو.

پای/ سعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته