کابل / د چنګاښ ۱۶ / باختر
په کندزکې د اوبورسولو د یوې شبکې په جوړېدوسره سلګونوکورنیو د لومړي ځل لپاره د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسى وموند.
دغه شبکه د کندزښارپه کټه خیلوساحه کې د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت د ولسي تړون د پروګرام په چوکاټ کې جوړه شوه.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې حکومت د دغې شبکې د جوړولو لپاره یومیلیونو۶۰۰۰۰۰ افغانۍ لګولي دي.
د دغې شبکې په جوړېدوسره ۳۵۰ کورنیو د لومړي ځل لپاره د څښاک پاکو اوبوته لاس رسی وموند.
د کندزاوسېدونکو د دغې شبکې له جوړېدوڅخه خوښ دي او وايي، کلونه کلونه کېږي چې له ناپاکو او سرخلاصو اوبوڅخه په استفادې سره ناروغان کېدل.
-ع