کابل / د کب ۴ مه / باختر
ډنمارک د مهاجرینو موسسې له ۴۲۳ بې وزلو او بې ځایه شویو کورنیوسره نغده مرسته وکړه.
د کاپیسا د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس مولوي عبدالمتعال د باخترآژانس خبریال ته وویل چې په مرسته کې پرهرې کورنۍ ۱۵۵۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
هغه زیاته کړه چې دغه مرستې پر هغو کورنیو ووېشل شوې چې مخکې سروې شوې وې.
د خبر ځای د څرګندونو له مخې؛ دغه مرستې د کوهستان د لومړۍ برخې، تګاب، نجراب او اله سای ولسوالیو پراوسېدونکو ووېشل شوې.
ع