ټولنه

دافغانستان دعلامانو دسراسري شورا نوبتي غونډې جوړې شوې.

کابل – باختر د کب دمياشتې ١١
دافغانستان دعالمانو دسراسري شورا نوبي غونډې نن له غرمې مخکې ددغې شورا د رييس قضاوتپوه مولوي قيام الدين کشاف په مشرى جوړې شوې .
دعالمانو دسراسري شورا مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ. په پيل کې دشورا رييس دمهمو موضوعګانو په باب هر اړخيزې خبرې وکړې او د شورا غړوته يې معلومات ورکړل.
وروسته دشورا غړو هم دبيلابيلو موضوعګانو په باب نظريې څرګندې کړې او يوځل بيايې دهيواد له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره خپل ملاتړ څرګند کړ او له افغان مسلمان او مجاهد ملت څخه يې وغوښتل چې دخپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ودريږي او له هغوى سره له هيڅ راز همکارى څخه ډ ډه ونه کړي او دغه راز دشورا له غړو څخه يې په جدي توګه وغوښتل چې دسترو غونډو په جوړولو سره دې دهيواد له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره چې ددغه مسلمان او مجاهد ملت بچيان دي ، خپل ملاتړ اعلام کړي شورا سوله د هيواد مهم اړتيا وبلله او دسولې دشورا دقيادت دټاکنې او دڅلور اړخيزو خبرو دترسره کولو او دوام په اړوند دافغانستان داسلامي جمهوريت د دولت اقدامات وستايل او غوښتنه يې وکړه چې ټول مخالفين پکې راوبلل شي.
شورا د دولت له مخالفينو څخه هم وغوښتل چې دخبرو له بهير سره يوځاى شي او په هيواد کې روان مصيبتونه او کړاونه پاى ته ورسوى او دخبرو له پيل څخه مخکې دى له جګړې او تاوتريخوالي څخه لاس واخلى چې زموږ ملت ته ثابته شي چې مخالفين دسولې اراده لرى نه دجګړې دوام.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته