خبرونهامنیت

په کابل کې د کوماندو یوسرتیری ترورشو

٢٦- کابل/ دلړم ٢٤مه / باختر
د کابل د پنخمې امنیتي حوزې په نیازبیک ساحه کې د کوماندو یو سرتېرى د ناپېژاندو وسله والو کسانوله لوري ترورشو.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د کابل د پولیسوسرچېنې تاییدوي چې د کوماندوسرتېری عبدالحق فیضي پرون غرمه د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې په نیازبیک ساحه کې د ناپېژاندو وسله والو کسانو له لوري ترورشوی دی.
د سرچېنې د څرګندونوله مخې، د دغې پېښې د عاملینو د پېژندنې او نیولولپاره د پوليسو هلې ځلې پیل شوې دي.
دا په داسې حال کې دی چې په تېرو څو اوونیو کې په کابل ښار کې هدفمندې وژنې زیاتې شوې دي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته