-کابل/ دزمري٤مه /باختر:
د کاپيسا د پوليسو د ځواکونود قوماندانۍ مرستيال مصطفي کوهستاني څو شېبې مخکې د کلکان – قره باغ لاره د طالبانو په کمين کې ټپي شو .
د رپوټونو له مخې؛ طالبانو د کاپيسا پوليسو د ځواکونود قوماندان مرستيال د سپرلۍ پر موټر ډزې وکړې چې ټپي شو او يوساتونکى يې شهيد شو .
دکابل – پروان لاره په دې وروستيو کې د ناامنيواو د ډار اچوونکو د برېدونو ډګر دى چې زياتره امنيتي ځواکونه د طالبانو تر بريد لاندې راځي .
ختم_ شکريه _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ