خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

په کابل کې د ځینو غیر دولتي ورځپاڼو خپرونو ته یوه کتنه

– کابل، د چنګاښ١٤مه، باختر

یو شمېر غيردولتي ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د هېواد پر بېلابېلو سیاسي او پوځي مسایلو يو لړمطالب خپاره کړي چې د باختر آژانس خبريال  د دغو ورځپاڼو خپرونو ته په کتنې سره دغه رپوټ چمتو کړى دى.

د اطلاعات روز ورځپاڼې” د “طلاى سرخ” د صادراتو زياتوالى، په تېرو ٣مياشتو کې له هرات څخه ٣٨٨ کيلوګرامه زعفران صادر شوي دي. “ترعنوان لاندي لیکلي دي.

د هرات د سوداگرۍ او پانګونې خونه وايي چې د روان لمريځ کال په لومړيو دريو مياتشو کې د٢٨٠  زره امريکايي ډالرو په ارزښت ٣٨٨ کيلوګرامه زعفران له دغه ولايت څخه بهرته صادر شوي دي.

ويل کيږي په دې وروستيو وختو کې د هرات د زعفرانو (طلاى سرخ) بيه لوړه شوې ده او د يو کيلوګرام زعفرانو بيه له ٤٠ زرو افغانيو څخه تر١١٠ زرو افغانيو پورې رسيدلې ده.

د”٨صبح” ورځپاڼي “زينسلکي”: د غلو دانو د صادرولو لپاره له ترکيې او د ملګروملتو له سازمان سره د خبرو په حال کې يوو” ترعنوان لاندې ليکلي دي.

که څه هم د روسيې ځواکونو له خوا د جګړې په سيمو کې د اوکراين د غلو دانو د زيرمو دغلا په اړوند زيات رپوټونه خپاره شوي دي، خو د اوکراين جمهور رييس په دې وروستيو کې ويلي چې د غلو دانو د صادرولو لپاره له ترکيې او د ملګرو ملتو له سازمان سره خبرې پيل شوې دي.

دغه راز دغې ورځپاڼې په يو بل مطلب کې ليکلي چې د روسيې د دفاع وزارت وايي چې پر اوکراين د بريد له پيل څخه تر اوسه پورې ٢٣٠ اوکرايني  الوتکې یې له منځه وړې دي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته