خبرونهفرهنګTOP

په کابل کې د قرآن‌کریم د خطي نسخو نندارتون پرانیستل شو

کابل، د وري ۱۲مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ملي آرشیف ریاست له لوري، د قرآن‌کریم د نازلېدو میاشتې په مناسبت د قرآن کریم د خطي نسخو پنځه ورځنی نندارتون، نن د یاد ریاست په ودانۍ کې پرانیستل شو.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د یاد نندارتون په پرانیست‌غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د رياست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د ملي آرشيف پر ارزښت خبرې وکړې او ويې ویل چې ملي آرشيف د افغانستان د تاریخي آثارو او شتو مخزن دی چې پکې شاوخوا ۲۰۰ زره ټوکه بېلابېل کتابونه او زيات شمېر تاريخي آثار او د هېواد نورې تاريخي هستې شتون لري او دا ټول د افغان ملت ګډه سرمایه او وياړ دی.
هغه زياته کړه چې د هېواد د تاريخي آثارو او اماکنو ساتنه او بډاينه د ټولو افغانانو ګډ مسئوليت دی او د افغانستان اسلامي امارت په ټول قوت د هغو ساتنې او بډاينې ته ژمن دی.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي، د هېواد د ملي آرشيف د تاريخچې په اړه معلومات ورکړل او ويې ویل چې د ملي آرشيف آثار تاريخي ارزښتونه دي او د هغو ساتنه او پالنه د ټولو افغانانو ديني او ملي مکلفيت دی.
مولوي عزيزي زياته کړه: “کوم هېواد چې ډېر تاريخي آثار، ودانۍ او مشاهير لري؛ هغه يو غني او متمدن هېواد بلل کېږي چې له نېکه‌مرغه افغانستان په دغو ټولو مواردو کې مخکښ دی او د ملي آرشيف ساری په سيمه کې نشته”.
هغه د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه وغوښتل چې د ملي آرشيف په شان د هېواد د حساسو او مهمو ادارو ترميم او بډاينې ته پاملرنه ډېره شي او له هېوادوالو يې هم غوښتنه وکړه چې د ملي پانګو د ساتنې او لا خونديتوب په لاره کې دې له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره همکاري وکړي.
د غونډې له پای ته رسېدو وروسته، مقاماتو او مسئولینو د قرآن کریم د خطي نسخو نندارتون پرانيسته او له بېلابېلو برخو يې ليدنه وکړه.
په دغه نندارتون کې په بېلابېلو اندازو او صحافت سره، د قرآن‌کريم ښکلې خطي نسخې نندارې ته وړاندې شوې او د پنځو ورځو لپاره به د لیدونکو پر مخ پرانیستی وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته