سیاستخبرونهټولنهTOP

په کابل کې اعتراض کوونکي: د سپتمبر ۱۱ پېښه افغانستان پورې اړه نه لري

کابل / د سلواغې ۲۶مه /باختر
د کابل یو شمېر ښاریانو نن د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه د امریکا د جمهور رییس د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې اعتراض وکړ او ترې ویې غوښتل چې پر خپلې پرېکړې بیا غور وکړي.
اعتراض کوونکو وویل: په امریکا کې د سپتمبر ۱۱پېښه په افغانستان پورې هیڅ اړه نه لري او امریکا باید د افغانستان د خلکو له پيسو څخه غرامت وا نخلي.
دغه اعتراض کوونکي له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتو سازمان څخه غواړي چې په دې اړه پاملرنه وکړي ځکه دغه پیسې د افغانستان د خلکو دي او باید ټولې دغه پیسې افغانستان ته ورکړل شی.
لاریون کوونکو د (جوبایډنه! د افغانستان له خلکو سره دښمني بس کړه) د شعارونو په ورکولوسره وویل چې امریکا په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې د وژنو او ورانکاریو سبب شوی ده او باید د افغانستان خلکوته غرامت ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکاجمهور رییس جوبایډن د یو فرمان په صاردولو سره د افغانستان هغه پیسې چې په امریکا کې کنګل شوي، د یوې ناعادلانه پرېکړې له مخې مرستندویو سازمانونو او د سپتمبر د ۱۱ قربانیانو پاتې کسانوته ورکړي دي، چې اسلامي امارت، د افغانستان خلکو او نړیوالو سازمانونو هم پرې نېوکې کړې دي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته