کابل، د کب ۳مه، باختر
د پکتیکا د ټولکټو ریاست مسوولین وایي، چې د نږدې ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو سړکونو د بیارغونې چارې بشپړې شوې دي.
د یادو سړکونو د ګټې اخېستنې په مراسمو کې د پکتیکا والي الحاج مولوي فیض الله جمال حقاني وویل چې له مرکز ښرنې تر مټا خان او سردې بند پورې د نږدې ۲۴ میلیونو افغانیو په لګښت د ۳۲ کیلو مترو په اوږدوالي د دوو سړکونو د بیا رغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
هېره دې نه وي چې په یادو پروژو کې د سیمې اړوند لسګونو کسانو ته د ۳ میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې وه.