کابل ، د غبرګولی ۱۷ مه ، باختر
پکتیکا د چاپېریال ساتنې ریاست وایې د کروندګرو له لوري د اوبو بې ځایه استعمال د دې لامل شوی، چې د ځمکې لاندې اوبه ښکته او خلک د پاکو اوبو له نشتون سره مخ شي.
دغه څرګندونې د چاپېریال ساتنې ریاست مسؤولینو د چاپېریال ساتنې د اوونۍ په مناسبت جوړې شوې ناستې ته وکړې.
د یاد ریاست د عامه اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیر میر احمد عزیزي پخپلو خبرو کې باختر آژانس ته وویل، چې د وچکالي او د خلکو له لوري د اوبو بې ځایه مصرف د دې لامل شوی، چې تر ځمکې لاندې اوبه ښکته او پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی کم شي.
عزیزي وویل خلک د سولر سیستم پرمټ له ځمکې اوبه په اسانۍ را پورته کوي او کښتونه پرته له دې چې اوبو ته ضرورت ولري څو ځله خړوبوي چې دې کار د پکتیکا په یو شمېر سیمو کې د اوبو څاګانې او کاریزونه وچ کړي.
مرستیال والي چې دې ناستې ته یې خبرې کولې وویل د اوبو د بې ځایه کارونې د مخنیوي لپاره عامه پوهاوي ته اړتیا ده ښوونکي دې خپلو زده کوونکو او د مسجدونو امامان دې خلکو ته په دې اړه پوهاوی ورکړي.
باور دا دی، چې که د چاپېریال ساتنې په برخه کې خلکو ته د عامه پوهاوي ترڅنګ د بېلابېلو ریاستونو او بنسټونو له لوري کېنول شوي نیالګې په سم ډول وپالل شي د چاپېریال ساتنې په برخه کې به راولاړې شوې ستونزې له منځه لاړې شي.
صدیقي