کابل، د کب لومړي، نېټه باختر
د پکتیکا د بدني روزنې او سپورټ امریت مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.
د دغه ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت اړوند د نیزه وهنې فدراسیون له لوري د کټواز، یحیی خېلو او خیرکوټ ولسوالیو د لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنی سیالۍ ترسره شوې چې په کې د کټواز لوبډلې د ۴۰ نمرو په ترلاسه کولو لومړۍ مقام خپل کړ.
یاده دې شي چې د یادو سیالیو موخه دودیزو سیالیو ته وده ورکول بلل شوی دی.