خبرونهټولنهروغتیا

په پکتیا کې ۴۰ ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته توکي وسوځول شول

کابل، د مرغومي ۲۵مه، باختر

د پکتیا د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د ۴۰ ټنه تر وخت تېر او بې کیفیته توکو د سوځېدو خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د مرکز ګردېز ښار څخه له تاریخ تېرو او بې کیفیته توکو څخه د مخنیوي کمېسیون په روان کال کې ۴۰ ټنه له وخت تېر او بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي راټول او له منځه وړې دي.

یاد کمیسیون له ټولو درمل پلورونکو او هټیوالو وغوښتل چې د بې کیفیته توکو له پلور څخه ډډه وکړي ګنې له قانوني چلند سره به مخ شي.

په همدې حال کې د یاد کمیسیون مسوولینو د تاریخ تېره درملو او خوراکي توکو د راټولولو د بهير له دوام څخه خبر ورکړ او د دغه ولایت له اوسېدونکو يې وغوښتل چې د درملو او خوراکي توکو د پېرلو پر مهال تاريخ او کیفیت ته پام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته