کابل، د غبرګولي۲۱مه، باختر
د پروان امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یې ۵ تنه د وژنې او د نشه يي توکو د پلور په تور نیولي دي.
د پروان د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره باختر آژانس ته وویل چې د دغه ولایت امنیتي ځواکونو درې تنه په جبل السراج ولسوالۍ کې د وژنې په تور او دوه تنه نور یې د سید خېلو په ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د پلور په تور نیولي دي.
ع
11 کمتر از یک دقیقه