امنیت

په هرات کې دتوغندى ديو ماين دچاودنې له امله د يوې کورنۍ دڅلورو تنو غړو وژل کيدل .

کابل باختر د ثور شپږمه :
دهرات ولايت په اوبې ولسوالۍ کې دتوغندى ديو ماين چاودنه ديوې کورنۍ دڅلور تنو غړو دوژنې سبب شوه .
  په دې چاودنه کې  دوه نيم ځالې ښځې له دوو تنو کوچنيو ماشومانو سره ووژلې شوې .
دهرات ولايت يوه امنيتي مسوول باختراژانس ته خبرورکړ: دتوغندى دغه ماين څو ورځې مخکې دوسله والو طالبانو له خوا توغول شوىوو چې له بده مرغه نن له غرمې  مخکې دلسو بجوپه شاوخوا کې  وچاوديد .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته