خبرونهامنیت

په پروان کې د طالبانو بريدونه په شا وتمبول شول

کابل / د غبرګولي ٢۴مه / باختر

په پروان کې نن د وسله والو طالبانو بريدونه په شا وتمبول شول او د دغې ډلې ۶ غړي ووژل شول.

د پروان والي فضل الدين عيار باختر آژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو نن سهار شاوخوا ۴ بجې د دغه ولايت د شينواري ولسوالۍ په نمک آب دره کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې د دغه ولايت د امنيتي اودفاعي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.

هغه زياته کړه چې په جګړو کې ۶ وسله وال طالبان ووژل شول او نور یې وتښتيدل.

د پروان والي وويل چې په دغو نښتو کې د سيمه ییزې اردو دوه منسوبين شهيدان شول  او يو بل یې ټپي شو.

د پروان والي یادې ولسوالۍ ته د کومکي ځواکونو د استولو خبر ورکړ.

ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته