خبرونهفرهنګTOP

په هېواد کې له خبریالانو سره د همکارۍ لپاره صندوق جوړېږي

ابل، کب ۱۶ مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په مشرۍ د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون خپله نوبتي غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د رسنیو پر روان فعالیت، ستونزو، وړانديزونو او سرغړونو خبرې شوې دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه ویلي، چې د رسنیو لپاره بېلابېلې آسانیتاوې برابرې او ستونزو ته يې هم تر ډېره بريده رسېدنه شوې ده. هغه ويلي چې رسنۍ دې د هېواد ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو ته په کتو خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

Ps202403066
په یاده غونډه کې پرېکړه شوې چې له خبریالانو سره د همکارۍ لپاره دې یو صندوق جوړ شي او د دغې چارې د ترسره کولو لپاره یوه پلاوي ته دنده سپارل شوې چې کړنلاره ورته جوړه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته