خبرونهامنیت

په هلمند کې ۳۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل / د لیندۍ ۲۳ مه / باختر
په هلمند کې په نویو نښتو کې ۲۶ وسله وال طالبان ووژل شول او ۱۰ نور یې ټپیان شول.
دغه وسله وال طالبان تېره شپه د هلمند په مرکز او د نهرسراج او ناوې ولسوالیو په مربوطاتو کې د پوځیانو پر پوستو د بریدونو لپاره راټول شوي وو چې له ځمکې او هوا پرې بریدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په دغو جګړو کې ۲۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور يې ټپیان شوي دي.
په وژل شویو کې د طالبانو درې قوماندانان او څلور پاکستانیان هم شامل دي.
ویل کېږي چې په جګړو کې د طالبانو درې پټنځي له ټولو جنګي وسایلو سره یې له منځه تللي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې:
د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې یو وسله وال طالب چې د یو پوځي د وژنې نیت درلود، د پوځيانو په ډزو کې ووژل شو.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته