کابل / د غوايي ۵ مه / باختر
د هلمند په موسې کلا ولسوالۍ کې د یو تفریحي پارک د رغولو چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه پارک د څه د پاسه ۹۰۰ زرو افغانیو په لګښت د موسی کلا ولسوالۍ د ښاروالۍ له بودجې رغول شوی دی.
د موسی کلا ولسوالۍ اوسېدونکي د یاد پارک په جوړېدو خوښ دي او له ښاروالۍ غواړي چې د دغې ولسوالۍ په ښکلا او سمسورتیا کې لا ډېر هڅې وکړي.
سعیده