خبرونهورزش

په هلمند کې د کرکټ اخترېز جام سیالۍ پای ته ورسېدې

کابل، د غوایي ۳مه، باختر

د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې اختریز جام کرکټ سیالۍ د ۲۸ لوبډلو ترمنځ پای ته ورسېدې.

د یاد ولایت د کرکټ آمر محمد ذاکر عمري د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د دغه ولایت په مارجې ولسوالۍ کې اختریز جام کرکټ سیالۍ د ۲۸ لوبډلو ترمنځ  پیل شوې وې، چې پای لوبه د مارجې پوپل لوبډلې، ازاد لوبډلې ته ۱۴۰ هدف په ورکولو سره مقابلې لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۵ منډې وکړې او د  ۳۵ منډو په توپیر يې ماتې وخوړه.

د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ یوالی ښودل شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته