کابل، د غوايی ۴ مه، باختر
د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې زلزله ځپلو ته ۷۳ نور کورونه هم وسپارل شول.
د هرات مرستیال والي مهاجر فراهي د باخترآژانس خبریال ته ویلي، چې په زلزله ځپلو سیمو کې د کورونو جوړول دوام لري او ۱۰۰۰ نور کورونه هم جوړېږي.
هغه زیاته کړې، چې د دې کورونو ترڅنګ روغتیايي مرکزونه او ښوونځي هم جوړېږي.
په ورته وخت کې د هرات د اقتصاد رییس هم له زلزله ځپلو سره د کورنیو او بهرنیو موسسو د همکارۍ په څرګندولو سره وویل، چې له هغوی سره به د کورونو په جوړولو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
دغه راز د هېواد په لوېدیځه حوزه کې د رفاه اسلامي موسسې رییس انجنیر نورالدین حقیار ویلي چې د دغو کورنو سربېره ۷۵ نور کورونه هم جوړوي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې زلزله ځپلو سیمو کې ۸۰ کورونه هم سپارل شوي وو.