کابل / د چنګاښ ۸ مه / باختر
هنر سالار بنسټ د لومړي ځل لپاره په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتو سازمان ودانۍ د افغانستان پر نقاشۍ ښکلې کوي.
د هنرسالار بنسټ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي چې شپږ میاشتې مخکې یې د ملګرو ملتو سازمان ته په هغه سازمان کې د افغانستان اسلامي جمهوريت د نمایندګۍ په ملاتړ د نقاشۍ ډیزاین وړاندې کړ او وروسته له هغې چې قانوني او ډیپلوماټیکې چارې یې بشپړې شوې، د هغې انځورول یې پيل کړل.
دغه بنسټ وايي چې یاده تابلو د اوسني او راتلونکي افغانستان د ارزښتونو، هویت او حقیقتونو ښکارندویي کوي چې د یوې میاشتې په بهیر کې د هنر سالار موسسې نارینه او ښځینه انځورګرو په کابل کې انځور کړې ده.
د تابلو په انځورولو کې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو د خاورې نمونې راټولې شوې او کارول شوې دي.
دغه تابلو ۴ متره اوږدوالی او ۲ متره پلنوالی لري چې په نیویارک کې به د ملګرو ملتو د مرکزي ودانۍ په ځانګړی ځای کې د تل لپاره وځړول شي.
د یادونې وړ ده چې د تابلو د پرانیستې په مراسمو کې چې پرون په نیویارک کې ترسره شول، د ملګرو ملتو سازمان سرمنشی انتوني ګوتریش، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازې عادلې راز، ملي او نړېوالو ډیپلوماټانو، د هنرسالار موسسې مشر او په نیویارک کې مېشتو یو شمېر هېوادوالو ګډون کړی و.
وصال