کابل/ د غوايي٢٥مه/ باختر
په نيمروز کې د پوليو واکسين په اړه پرون د پوهاوي غونډه جوړه شوه.
د نيمروز د عامې روغتيا رياست يوه مسوول باختراژانس ته وويل، چې پوليو په نړۍ کې یوه خطرناکه ناروغۍ بلل کېږي او لازمه ده چې له دې ناروغۍ سره مبارزه وشي.
هغه د پوهنې له رياست څخه وغوښتل چې د پوليو په ګډون د خطرناکو ناروغيو د مخنيوي او خلګو ته د پوهاوي ورکولو په برخه کې همکاري وکړي.
د غونډې يو شمېربرخه والو د پوليو د خطرونو په اړه خبرې وکړې او له دې ناروغۍ سره یې د مبارزې په موخه تيارى څرګند کړ.
\ ج