خبرونهښوونه او روزنه

په نوي تعلیمي کال کې د بغلان د ټولو ښوونځیو دروازې پرانیستل کېږي

 کابل/ د کب ١٩ مه / باختر

په بغلان کې به په نوي ښوونیز کال کې د اسلامي امارت د تعلیمي پروګرامونو سره سم د نجونو او هلکانو د ټولو ښوونځیو دروازې د زده کوونکو پرمخ پرانیستل شي.

د بغلان د پوهنې رییس مولوي محمد نور عزیزي وايي، په نوي ښوونیز کال کې به       د نجونو د ۴۸ ښوونځیو په  ګډون ۵۶۷ ښوونځي پرانیستل شي.

عزيزي د ​​بغلان د پوهنې لويه ستونزه د درسي کتابونو کمښت او د ښوونځيو د ودانيو نشتوالى وباله او زياته يې کړه، چې له دې جملې  ٢٨٨ يې ودانۍ لري او د ٤٢ ديني مدرسو په ګډون ٣٢١ نور ښوونځي ودانۍ نه لري.

د بغلان د پوهنې رييس بغلان ته د پوهنې وزارت د سرپرست سفر د دغه ولايت  لپاره له لاسته راوړنو ډک وباله. هغه د دیني مدرسو د ستونزو اوارول او پر بې کوره ښوونکو د استوګنې د ځمکو وېش د یاد سفر لاسته راوړنې یادې کړې.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته