خبرونهامنیت

په نورستان کې یو قوماندان خپلې وسلې امنیتي ځواکونو ته وسپارلې

کابل / د کب ۲۲ مه / باختر

په نورستان کې یو پخواني جهادي قوماندان حاجي محمد عثمان خپلې سپکې او درندې وسلې چې په کور کې یې ساتلې وې، امنیتي ځواکونو ته یې تسلیم کړې.

هغه باخترآژانس ته وویل چې دغه وسلې یې د دې لپاره امنیتي ځواکونو ته وسپارلې چې خپل هېواد کې د امنیت او ثبات په تامینولو کې مرسته وکړي.

د نورستان د پولیسو مسوول محمد یوسف جمالزي د قوماندان عثمان دغه اقدام وستایه او له ټولوهېواد والو یې وغوښتل چې د خپل هېواد د امنیت په تامینولو او بیارغونه کې ونډه واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته