ټولنه

ديو لړ تشريفاتي مراسمو په ترڅ کې دارواښاد حبيب الله غالب دجنازې درناوى وشو .

کابل باختر د وري  دريمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي په ګډون نن ديولړ تشريفاتي مراسمو په ترڅ کې دهيواد دعدليې دوزير ارواښادحبيب الله غالب دجنازې درناوى وشو .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ په دغومراسمو کې  دجمهور رييس حامدکرزي په ګډون سربيره استادعبدالرب رسول سياف ،  دجمهوري رياست دويم مرستيال  محمد کريم خليلي ، محمد يونس قانوني اويو شمير وزيرانو او جګپوړودولتي مقاماتو او دارواښاد دکورنۍ غړو برخه اخستې وه.
دوى  دارواښادحبيب الله غالب جنازې ته ددرناوى  داداکولو په ترڅ کې  متوفي ته دعا وکړه او دلوى خداى (ج ) له دربار څخه يې  دمغفرت او دفردوس جنت هيله وکړه .
  دهيواد جمهور رييس په دى ترڅ کې چې دارواښاد دکورنۍ غړو ته د ډاډګيرنې او غمشريکي  مراتب  څرګند کړل  ويې ويل چې ارواښاد حبيب الله غالب يو ستر او متواضع  شخصيت اوددين عالم و  چې خپل هيوادته يې  زيات خدمتونه وکړل .
  ديادونې وړده چې ارواښاد حبيب الله غالب دهيوادپه دولتي ادارو کې  صادقانه خدمتونه وکړل  او جهاد په دوران کې له مجاهدينو سره  ملګرى و . او دقدر وړ علمي او فرهنګي خدمتونه يې  ترسره کړل .
  دخپل عمر په وروستيو وختو کې دعدليې دوزير په توګه په صداقت او هلوځلو سره  دهيواد او هيوادوالوپه خدمت کې و .
ارواښاد دهغې ناروغي له امله چې ورپيښه شوې وه وفات شو .
ديوبل خبر له مخې ،  دعدليې دوزير  ارواښاد څارنپوه  حبيب الله غالب  جنازه نن  په درناوى سره  خاورو ته وسپارل شوه .
  دباختراژانس دخبريال  دخبر له مخې ،  دارواښادغالب جنازه  د شهيد سردارمحمد داود خان له روغتون څخه واخستل شوه اودجمهوري رياست ارګ ته وليږدول شوه . 
  په ارګ کې  دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييس حامدکرزي ، دجمهوري رياست دويم مرستيال محمدکريم خليلي ، دکابينې يو شمير غړو ،جګپوړودولتي مقاماتواودارواښاد دکورني غړو دمتوفي  جنازې ته ددرناوي  مراسم پرځاى کړل  اوددرناوى دمراسمو له پرځاى کيدو وروسته دارواښاد دجنازې لمونځ دعيدګاه په جامع جومات کې ادا شو او دکابل ښارپه ده کيپک کې ديولړ مراسمو په ترڅ کې  چې سلګونو تنو هيوادوالو پکې ګډون کړي و  خاورو ته وسپارل شوه .
ديوبل خبر له مخې ،  دارواښاد دفاتحې اخستلو مراسم سبا ددوشنبې دورځې له غرمې وروسته  له يوې نيمې بجې څخه تر درې نيمو بجو پورې  دعيدګاه په جامع جومات کې پرځاى کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته