کابل، د سلواغې ۱۱مه، باختر
د نورستان د کليو بيارغونې او پراختيا ریاست مسوولین د دغه ولایت وایګل ولسوالۍ اړوند کټار کلي کې د څلور کیلو متره سړک د بيارغونې خبر ورکوي.
د یاد ولایت د کليو د بيارغونې او پراختيا رئيس مولوي احسان الله احمد د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وويل، چې د یاد سړک د بيارغونې پروژه د ملګرو ملتونو د پراختیایی پروګرام په مالي ملاتړ د ۱۵۴ زره امریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې ده.
احمد زیاته کړ، چې د ۴ کیلو متره سړک د پراخوالي او بیا رغولو ترڅنګ د استنادي دېوالونه جوړول هم شامل دي.
یاده دې شي، چې په یاده پروژه کې د سیمې لسګونو تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.