خبرونهټولنهروغتیا

په نورستان او بغلان کې په نشه یي توکو د لسګونو روږدو کسانو درملنه شوې

کابل، د سلواغې ۱۴مهو باختر

د نورستان او بغلان د عامې روغتیا ریاستونو مسوولین وایي، چې په یادو ولایتونو کې په نشه یي توکو د ۴۲ روږدو کسانو درملنه شوې ده.

د نورستان د عامې روغتيا ریاست اړوند د معتادينو شل بستریز روغتون مسوول ډاکتر احسان الله د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په نشه يي توکو ۱۴ روږدي له یوه نیمې میاشتنې درملنې وروسته نن بېرته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

ورته مهال د بغلان د امنیه قومندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیر ویلي چې د عامې روغتیا ریاست سره په ګډه همغږۍ په نشه يي توکو ۲۸  تنه روږدي له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوې دي.

یاده دې شي چې د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې د زرګونو روږدو کسانو درملنه شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته