کابل، د غبرګولي ۴ مه، باختر
په ننګرهار کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د ۴۳ کانونو د استخراج چارې پیل شوي چې شاوخوا ۲۶۰۰ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.
د ننگرهار د کانونو او پترولیم رییس مفتي عبدالحمید (اخندزاده) وايي چې د دغه ولایت اکثره غرونو کې د قیمتي، نیمه قیمتي، مرمرو ، شوکاڼو، ګچو، نفرایټو او داسې نورکانونه شتون لري چې اوسمهال ېې په (۴۳) کانونو کې د شویو قراردادونو له مخې په قانوني ډول د استخراج چارې دوام لري چې له لارې یې هره میاشت د دولت حساب ته میلیونونه افغانۍ عواید جمع کېږي.
د اخند زاده د څرګندونو له مخې؛ په یادو کانونو کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول څه د پاسه ( ۲۵۰۰۰ ) زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې د ګوشتې او کامې ولسوالۍ د نفرایټو یوولس کانونه هم د ازادې سیالۍ له لارې شرکتونو ته په قرار داد ورکړل شوي چې اوس مهال یې د استخراج کار دوام لري او په هر کان کې له (۵۰ ) څخه تر ( ۶۰ ) کسانو پورې کار کوي.
د کانونو رییس وویل چې د نفرایټو له یو ټن ( ۵۵۰۰۰۰۰ ) افغانیو څخه نیولې تر ( ۵۷۰۰۰۰۰ ) افغانیو پورې دولت ته محصول ورکول کیږي.
آخندزاده وايي چې په ټول ننګرهار کې د کانونو د غیر قانوني کیندونو مخه نیول شوې چې په ترڅ کې یې پانګه والو او غریبو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د کامې ولسوالۍ ماما خېلو انګور طاق نفرایټو کان کې د کانونو او پترولیم استازی مولوي محمد عظیم وايي چې په هر کان کې د ترسره شوي قرارداد د حضوري نظارت لپاره کسان ټاکل شوي چې په ټولو کانونو کې د شویو تړونونو له مخې د کانونو کیندنې ترسره شي.
په همدې حال کې د کامې ولسوالۍ د انګورطاق د نفرایټو کان کټونکي شرکت مسوول حاجي جهان زیب مومند وايي چې په ډاډه زړه د امنیت په فضا کې د انګور طاق نفرایټو کان کیندونو چارې پرمخ وړي.
په ورته وخت د یادو کانونو څو تنو کارکونکو هر یو عبدالقاهر، الله محمد، عبدالله او بسم الله، په کانونو کې د کار کولو له امله خوښي ښکاره کړه او د اسلامي امارت له مسوولینو یي غوښتنه وکړه چې پر ورته نورو پروژو هم کار پیل کړي چې بهرنیو هېوادونو ته د افغان ځوانانو د تګ مخه ونیول شي.
ن/ر