کابل، د لېندۍ ۴مه، باختر
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست په لارښوونه او همغږۍ د نظام د ملاتړ او ورستیو لاسته راوړنو په موخه د خوږیاڼو ولسوالۍ په قیلغو سیمه کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي چې د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې ننګرهار اذرخش لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې يې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۰۷ منډو هدف وټاکه، خو قیلغو لوبډله د یاد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يې منډې جوړې کړې، چې د ۳۰ منډو په توپیر يې ماتې وخوړه.
دغه ریاست زیاته کړې چې یادې سیالۍ به ۲۰ ورځې دوام وکړي.