خبرونهامنیت

په ننګرهار کې د انسان تښتوونکو یوه ډله له منځ یوړل شوه

کابل، د چنګاښ ۲۸ مه، باختر
د ننګرهار امنیتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې یې د انسان تښتوونکو یوه ډله له منځه وړې ده.
د دغې ډلې غړو له خلکو څخه د پیسو په اخیستلو، انسان تښتونې، وژنې او د زورونې په لسګونو پېښو تورن دي.
په دغو پېښو کې د انسان تښتوونکو دغې څلور کسيزې ډلې په ننګرهار کې يو تن تښتولى او بيا يې له کورنۍ څخه د اتلس ميليونو او درې سوه زرو افغانيو په ترلاسه کولو سره په بې رحمانه توګه وژلى دى.
د دغې ډلې غړي پرون ناوخته د استخباراتي ځواکونو په عملياتو کې هغه وخت ونيول شول، چې غوښتل يې په ننګرهار کې يو بل سړی وتښتوي.
د ننګرهار يوې امنيتي سرچينې باختر آژانس ته وويل، چې نيول شويو کسانو په لومړنيو څېړنو کې د انسان تښتونې، وژنې او له خلکو څخه د پيسو په اخيستلو اعتراف کړى دى.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته