کابل/دسلواغې ۲۵مه /باختر
په ننګرهار کې له یوې ډلې انسان تښتوونکوسره د استخباراتو ځواکونو په جګړه کې یوانسان تښتوونکی وژل شوی او ۲ نور یې ټپيان شوي دي.
د رارسېدلوخبرونو له مخې؛ دغه انسان تښتوونکي پرون ناوخته په خوږیانیو ولسوالۍ کې کله چې پوه شول د استخباراتو ځواکونو ترتعقیب لاندې دي، جګړه یې پیل کړه.
د ننګرهار د استخباراتو ریاست د یوې خبرپانې په خپرولوسره ویلي چې په دغې جګړه کې یوانسان تښتوونکی وژل شوی او ۲ نور ټپیان شوي دي.
هغه وویل: دغه انسان تښټوونکي له زیاتې مودې راپدېخوا د استخباراتي ځواکونو ترتعقیب لاندې وو.
ج-ا