خبرونهامنیت

په میدان وردګو کې لسګونه تنه مجاهدین د دوه میاشتنیو زده کړو وروسته  فارغ شول

کابل، د مرغومې ۶ مه، باختر

د میدان وردګو ولایت د امنیه قوماندانۍ د تعلیم او تربیې مدیریت د تعلیمي ټولي د اوومې دورې څخه ۵۱ تنه مجاهدین د معسکر له دوه میاشتني زده کړو وروسته  فارغ او د یوې غونډې په ترڅ کې د فراغت سندونه یې ترلاسه کړل.

په یاده غونډه کې د امنیې قوماندانۍ امنیتي مرستیال مولوي الله نور ناصح، د جلب او جذب قوماندان مولوي فضل الرحمن صابر، د یاد ولایت د حوزې آمر مولوي نعیم نصرت، د سندیزې حوزې رئیس،  د دشت توپ تعلیمي مرکز تدریسي مرستیال سمونمل نظام الدین نظامي، او یوشمېر پوځي او ملکي ادارو مسوولینو ګډون درلود.

په ورته وخت کې د یادې قوماندانۍ د حقوقو مدیر مولوي عزت الله هر اړخیزه وینا وکړه، فارغ شویو مجاهدینو ته یې د مبارکۍ ترڅنګ هغوی ته د معسکر په ارزښت هم خبرې وکړې، همدا راز یې له دوی څخه وغوښتل چې خپلې ډندې  په اخلاص او صداقت سره سرته ورسوئ، له ولس سره ښه او نېک سلوک وکړي ځکه چې، ولس پر مونږ او تاسې حق لري، چې د هغوی د عزت، سر او مال ساتنه وکړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته