خبرونهاقتصاد

په میدان وردګو کې د لسګونوجریبه کرنیزې ځمکې اوبه برابرې شوې

کابل د چنګاښ ۱۸ / باختر

په میدان وردګو ولایت کې  داوبو د دوو زیرموپه جوړېدوسره د لسګونوجریبه کرنیزې ځمکې اوبه برابرې شوې.

د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت د یوې خبرپانې په خپرولوسره ویلي دي چې په جلریزولسوالۍ کې د اوبو د دغو زیرمو په جوړېدو کې یوميلیون افغانۍ لګولي دي.

دغه وازارت وايي چې د دغو زیرموپه جوړېدوسره د بزګرانو۱۵۰ جریبه کرنیزې ځمکې خړوبه شوې.

بزګرانو د دغو زیرموله جوړېدوڅخه خوښ دي او وايي چې په دې اقدام سره د دوی کارسمون مومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته