امنیت

کوچنى مرتضى، د طالبانو د ماين په چاودنه کې له ټپي کېدو او د پوځيانو له خوا تر درملنې پورې

-کابل /دوږي ١٧مه / باختر:
کوچنى مرتضى باور نه کاوه چې له دغو ټپونو سره سره خپله روغتيا بيا ترلاسه کړي .
هغه د هغه ماين په چاودنه کې چې وسله والو طالبانو په فراه کې د دوى کلي ته څېرمه ښخ کړى و ، سخت ټپي شو او پوځيانو هغه روغتون ته ولېږداوه اود هغه ژوند يې وژغوره.
د فراه روغتونونه د دغه ماشوم له درملنې عاجز پاتې و چې د ملي اردو ځواکونه لاس په کار شول او هغه يې  په هليکوپتر کې هرات ته ولېږداوه او د ظفر قول اردو په روغتون کې تر درملنې لاندې ونيول شو .
له بله پلوه د  دغه ماشوم کورنۍ  په شخصي روغتونونوکې د هغه د درملنې وس نه درلود.
د مرتضى پلار  دوه کاله مخکې  په فراه کې د وسله والو طالبانو په بريد کې ووژل شو اوهغه يې  د تل لپاره د پلار له مهربانى څخه بې برخې کړ.
دغه ماشوم کله چې د ظفر قول اردو په روغتون کې سترګې پرانستې بارو يې نه کاوه چې  تداوي شوى دى او نور د مړينې خطر هغه نه ګواښوي .
د ظفر قول اردو قوماندان تورنجنرال  ارکانحرب عبدالرووف ارغنديوال او د دغه قول اردو  يوشمېر نور مقامات  د کوچني مرتضى لېدنې ته لاړل او هغه يې په مهربانى سره  بدرقه کړ.
مرتضى د باختراژانس خبريال ته وويل:  کله چې د ماين په چاودنه کې ټپي شوم بې هوښه شوم کله چې مې سترګې پرانستې  په الوتکه کې د يوسرتيري په غيږ کې وم .
هغه وايي چې د هغه کورنى د ده د درملنې لپاره توان نه درلوداومجبور و د هغه مړينه ننداره کوله .
مرتضى له درملنې وروسته  د پوځيانو د هليکوپتر په واسطه په فراه کې  خپل کور ته ولېږدول شو چې د ښوونځي د درسونو لپاره تيارى ونيسي .
  ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته