پل علم باختر دسلواغې ١٤ نيټه :
شپږ تنه ډار اچوونکي پرون په لوګر ولايت کې ووژل شول.
د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپوراحمدزي باختر آژانس ته وويل؛
دغه ډار اچوونکي د افغان پوځيانو په ګډو هوايي او ځمکنيو بريدونواو د ماينونو د چاودنې له امله د لوګر ولايت د بره کي برک د ولسوالۍ په مربوطاتو او د پادخواب شانې په کلي کې ووژل شول.
احمدزي زياته کړه په دغو پيښو کې څو تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شول او څوتنه نورمشکوک کسان له ډار اچوونکوسره د لاس لرلو په تور نيول شوي دي.
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ