خبرونهټولنه

په لغمان کې له نږدې ۹ زرو کورنیو سره مرسته کېږي

کابل، د غوايي ۲۵ مه، باختر

د خوړو نړېوال سازمان د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې له نږدې ۹۰۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کوي چې د وېش لړۍ يې پيل شوې ده.

د الینګار ولسوال قاري ذاهدالله فاتح وايي چې په دغه مرسته کې به پر ۸۷۷۱ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شي.

ذاهد الله فاتح وايي چې په مرسته کې پر هرې کورنۍ اوړه، دال، حلوا مالګه او نور خوراکي توکي وېشل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم په یادې ولسوالۍ کې له سلګونو اړمنو کورنیو سره مرستې شوې وې.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته