کابل/ د ليندۍ ٦مه /باختر
د ملي اردو منسوبانو نن سهار په قندهار کې نهه ماينونه کشف اوشنډکړل.
د باختراژاژنس د خبرله مخې؛ د هېواد په جنوب کې اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو وايي چې د هغه قول اردومنسوبانو د دغه ولايت د پنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والوطالبانو نهه ښخ کړى شوي ماينونه کشف اوشنډ کړل.
خبرځاى زياته کړه چې وسله والوطالبانو دغه ماينونه د امنيتي ځواکونو اوملکي وګړو د له منځه وړلو په موخه ښخ کړي وو .
ختم- شکريه- اکرم