ټولنه

د ارغندۍ ـ غزني د برښنا مزي ستونزه به ژر حل شي

کابل باختردليندۍ دمياشتې١١نيټه :
د وزیرانو شورا د پرېکړې په اساس د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال انجنیر محمد خان په مشرۍ د ارغندۍ ـ غزني د برښنا مزي د ستونزې د حل په موخه جوړ شوي کمیسیون غونډه ترسره کړه.
د اجراییه ریاست د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغه کمېسیون کې د برښنا شرکت رئیس امان الله غالب، د عدلیې وزارت مرستیال محمد قاسم حلیمي او د ابو او برښنا، کورنیو چارو او په پارلماني چاروکې د دولت د وزارتونو او د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې استازو ګډون کړی و.
په پېل کې د برښنا ریاست رئیس امان الله غالب د ارغندۍ ـ غزني د برښنا د مزي او په دې لاره کې د برښنا د رسولو د پروژې چې له کابله غزني، زابل او قندهار سره نښلوي، پر وړاندې په پرتو ستونزو او خنډونو خبرې وکړې او ویې ویل: د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د خلکو له لوري د برښنا مزي پرې کېږي او د یادې پروژې د نورو برخو جوړولو پر وړاندې خنډونه را منځته کېږي.
غالب زیاته کړه: له دې سره سره چې د ارغندۍ ـ غزني د برښنا پروژې استملاکي چارې بشپړې شوي او د خلکو د شخصي ځمکو او کورونو د زیانونو بیې د برښنا ریاست له لوري ورکړل شوی خو بیا هم د سیمې د ځینو خلکو له لوري د یادې پروژې فعالیت ته اجازه نه ورکول کېږي.
د برښنا شرکت رئیس یاده پروژه ملي او ارزښتناکه پروژه وبلله او زیاته یې کړه: که چیرې خلک د یادې پروژې په پلي کیدو کې له دولت سره مرسته ونه کړي ، نو مرسته کوونکې سرچینې به د یادې پروژې سره مالي مرستې لغوه کړي.
په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د تقنیني اړیکو رئیس نعمت الله محمودي وویل: د دې پروژې د پرانېستلو پر مهال د سید اباد ولسوالۍ اوسېدونکو سره د برښنا د ویش ژمنه شوې وه او دغه ستونزه د برښنا د نه ویش له امله را منځ ته شوې ده او ویې ویل: که د برښنا ریاست د یادې ولسوالۍ له خلکو سره کړې ژمنه عملي او خلکو ته برښنا ورکړل شي تر ډېره حده به دا ستونزه حل شي.
د کمېسیون مشر او د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمد خان وویل: د ارغندي ـ کابل د برښنا پروژه یوه ملي پروژه ده چې څو ولایتونه د برښنا له نعمت څخه برخمن کوي او د سیمې خلک باید د دغې پروژې په پلي کولو کې له دولت سره همکاري وکړي.
په پای کې لومړي مرستیال د کمېسیون غړو ته دنده وسپارله چې د میدان وردګو ولایت له استازو، قومي مشرانو، مخورو او سپین ږیرو سره تخنیکي او ټولنیزه غونډه ترسره او د یادې ستونزې لپاره د سیمې له اوسېدونکو سره په ګډه حل لاره پېدا او د یادې لویې او بنسټیزې پروژې پلي کېدو ته لاره هواره کړي.
پای – ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته