خبرونهاقتصادTOP

په فراه کې هېواد ته د لسګونه ټانکره بې کیفیته تېلو د واردېدو مخنیوی وشو

کابل، د کب ۲۹مه، باختر

د سټنډرډ ملي ادارې په فراه ولایت کې هېواد ته د لسګونه ټانکره بې کیفیته تېلو د واردېدو د مخنیوي خبر ورکړی دی.

یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د شیخ ابونصرفراهي بندر کې هېواد د ۴۵ ټانکره بې کیفیته تېلو د واردېدلو مخه نیولې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې د  یادو تېلو څرنګوالی د سټنډرډ ملي ادارې له قانون سره په ټکر کې وو، هېواد ته یې د راتللو مخه ونیول شوه.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

یادې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه  نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.

د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ څخه تر اوسه پورې سلګونه ټانکره بې کيفيته نفتي توکي اړوندو هېوادونو ته مسترد کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته