امنیت

په هلمند کې دڅوارلسو تنو تروريستان وژل کيدل

کابل باختر د سلواغې لسمه :
دملي اردو دکوماندو دځواکونو په هغو عملياتو کې چې تيره شپه دهلمند ولايت دسنګين په ولسوالۍ کې ترسره شول   څوارلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر  باختراژانس ته خبرورکړ دملي اردو دکوماندو دځواکونو په دغو عملياتو کې چې دهلمند ولايت دسنګين ولسوالۍ  په مربوطاتو کې ترسره شول څوارلس تنه تروريستان ووژل شول او نهه سوه کيلوګرامه چاديدونکي توکي او دوسايطو ضد يوولس ماينونه کشف او ددښمن دمهماتو يوه ډيپو ويجاړه شوه .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته