ټولنهTOP

په فراه کې له دینی مدرسوڅخه ۱۰۰ تنه فارغ شول

کابل –دسلواغې ۲۳مه/باختر
په فراه کې له دینی مدرسو څخه د قران عظیم الشان ۱۰۰ تنه حافظان فارغ شول.
په هغومراسموکې چې له همدې امله پرځای شوې وو، د قران عظیم الشان د سلو تنوحافظانو د فضیلت پګړۍ وتړل شوې.
په دې مراسمو کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست مولوي خلیل الرحمن حقاني ،د دغه ولایت رییسانو ،ملکی او پوځي مسوولینواوعالمانوګډون کړې وو.
په غونډه کې د فراه ولایت د امر باالمعروف اونهې عن المنکررییس مولوي عبدالغفار رحماني د موضوع په اړه خبرې وکړې
وروسته د مهاجرینو او راستنیدونکوچاروسرپرست په خپلوخبرو کې ټولو فارغانوته مبارکی وویله او زیاته یې کړه: که چيرې په یوه ټولنه کې یووالی ،زړه سوی او درناوی شتون ولری ټولنه سوکالی اوپرمختک ته رسېږي.
وروسته د سلو فارغانو د فضیلت پګړۍ وتړل شوه،اوپه فارغانو نغدي سوغاتونه هم وویشل شول.
-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته