خبرونهاقتصادټولنهTOP

په فراه کې د ۴۰ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

کابل، د غوایي ۳مه، باختر

د فراه د ټولګټو ریاست مسوولین د دغه ولایت په پشترود او خاکسفيد ولسواليو کې د ۴۰ کیلو متره سړک د بیارغونې له چارو د پیل خبر ورکوي.

د یاد ولایت د ټولګټو رئيس مولوي عبدالمالک معتصم باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت په پشترود او خاکسفيد ولسوالیو کې ۴۰ کيلو متره په اوږدوالي د دواړو ولسوالیو ترمنځ  غځېدلي سړک چارې پیل شوې، چې مالي لګښت د دغه ولایت د بيارغونې د ځانګړې کمېټې له لوري ورکول کېږي.

معتصم همدارنګه زياته کړه، چې دغه سړک دې اوس لپاره جغل کاري کېږي، چې په راتلونکي کې به په اساسي توګه ورغول شي.

په ورته وخت کې د سيمې اوسېدونکي بيا د ياد سړک په بيارغونه د خوښۍ ترڅنګ وویل، چې تر دې وړاندې به یې د دغه سړک د ويجاړتيا له کبله ناروغان او کرنيز محصولات پر وخت تر بازاره نه رسېدل او له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته